30/01/2024
دماشومانو کوليک يا نس دردي (قولنج) او درملنه!
د راپور متن:
کوليک په ماشومانو کې يو شديد درد دی چې د خيتې پخ اطرافو کې موجود وي او ماشومان په کې د ډېر درد له امله پرله پسې له څو دقيقو تر درې ساعتونو ډېر وخت ژړا کوي. ماشوم په کې د ډېر درد له امله پښې د خيټې طرف ته کشوي. دغه درد معمولآ په نوزادانو کې موجود وي چې عمر یې له دوه تر شپږو اونيو پورې وي.
روغتيا پالان وايی د ماشومانو د ګيډې درد اصلي عوامل تر اوسه روښانه نه دي خو يو شمېر نور عوامل شته چې ممکن د ماشومانو د کوليک سبب شي.
د نورستان د عامې روغتيا رياست د اطفالو متخصص ډاکټر وايي: په ماشومانو کې د قولنج ناروغۍ د رامنځته کيدل زيات لاملونه لري، چې په ټوله کې ماشوم ته له حده زياتې شيدې ورکول چې په معده يې فشار راځي ، هْم کولی یې نه شي او د نفخ باد سبب کيږي چې بيا د ماشوم په نس کې اوړي را اوړي او ماشوم د درد احساس کوي.
دوهم د ماشوم وږی پاتې کېدل، ځينې وخت مور د کور په کارونو کې مصروفه وي، ماشوم یې ژاړي خو مور خپل کار ته لومړيتوب ورکوي، کله چې کاره اوزکاره شي بيا ماشوم ته راځي چې دې وخت کې ماشوم ډېر وږی وي او ژر ژر شيدې روي چې ورسره هوا معدې ته داخليږي او ماشوم په نس درد اخته کيږي.
بل ماشوم ته د تی ورکولو يا چوشک ورکول پر مهال د ماشوم ګېډې ته هوا دا خليدل چې د غه باد د کولمو د سختوالي سبب کيږي او حرکت نشي کولی چې ماشوم ته درد پيدا کيږي.
د تی ورکولو پر مهال ماشوم په غيږ کې درست نه نيول، يعنې ډېرې ميندې چې ماشوم ته شيدې ورکوي نو د ماشوم سر ملا او پښې يې يو برابر وي، ماشوم په افقي ډول په غيږ کې نيسي چې په دې سره د ماشوم ګيډې ته هوا داخليږي او د درد سبب کيږي.
نوموړي وايي ماشوم بايد د مور په غيږ کې داسې ونيول شي چې سر یې له سينې او خيټې لږ پورته وي او بيا ورته تی ورکړل شي.
ډاکټر وايي قولنج يا کوليک زياتې نښې لري چې تر ټولو غټه نښه يې د ماشوم پرله پسې ۳ـ۴ ساعتونو ژړا ده چې په کې غټې غټې اوښکې تويوي. د غه درد ممکن له شيدو خوړلو يو ساعت يا دوه درې ساعته بعد شروع شي.
بل د ماشوم مخ په کې سور کيږي، د ماشوم خيټه په کې سخته وي، په هر وخت کې رامنځته کيدلی شي خو معمولآ مازيګر او ماښام تر منځ وخت کې وي.
نوموړی وايي ماشوم ته له ډېرو شيدو ورکولو ډډه کول، يعنې تر هغې چې وږی شوی نه وي، بايد شيدې ورنه کړل شي. يعنې نارمل شيدې ورکول بايد هرو دوه ساعتونو بعد ترسره شي.
هغه ميندې چې ماشوم ته شيدې ورکوي خپل خوراک ته بايد پاملرنه وکړي، یعنې مور بايد بادګين شيان ونه خوري لکه: لبنيات(شيدې، مستې، شوملې، وغيره او ترڅنګ یې رومي بانجان، خام پیاز، سلاد (ملۍ، کرم، ډنيا) لوبيا، دال هم بايد ونه خوري.
ماشوم ته بايد په داسې ډول شيدې ورکړل شي چې سر يې له خيټې لږ پورته وي. ماشوم ته بايد شيدې په ناسته ورکړل شي. ماشوم ته بايد خالي چوشک ورنه کړل شي ځکه له چوشک سره هوا د ماشوم نس ته داخليږي، او بيا شديد دردونه پيدا کوي. ماشوم ته له تی ورکولو وروسته ماشوم باید لس دولس دقيقو دپاره په ښي اوږه واړول شي څو ارګمی وکړي او باد یې خارج شي.